(PS)خبرونه(PS)ورزش

په ننګرهار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې

کابل، د وږي ۴ مه، باختر

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په همغږۍ د ټېپ بال فدراسیون له لوري په دره نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د سالمې روزنې او تشویق په موخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو د پیل لوبه د کشمند مرکزي او افغان شاهي لوبډلو ترمنځ وشوه، افغان شاهي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹منډې وکړې. په مقابل کې د کشمند لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه يې افغان لوبډلې ته وبایلله. ټاکل شوې د دغو سیالیو راتلونکې لوبې به د سرړو او بونتا مرکزي لوبډلو او د دره نور لاینس او افغان لایون لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه راز د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست له لوري د هېواد د خپلواکۍ د دویمې کالیزې په مناسبت په شهید معلم اول ګل ورزشي لوبغالي کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالۍ د پیداګوژي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو پایلوبې ته د درونټې ځوانانو او پیداګوژي لوبډلو لار وموندله، چې پیداګوژي لوبډلې د ۳-۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا