
کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د جلال آباد د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار د اوومې ناحیې په موی مبارک سیمه کې د ۴۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲.۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې پيل شوې دي.
د جلال آباد ښاروال ملا نعمت الله اخند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه سړک د ۲.۸ کیلومترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالي سره د یادې ښاروالۍ له بودجې څخه رغول کېږي، چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.
د یاد ونې وړ ده، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د دغې سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ص