امنیت

درې تنه پاکستاني طالبان په کونړکې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د کونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او درې تنه نور طالبان ټپيان شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانوپرون ددغه ولايت دشيګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو له ځواکونو سره جګړه وکړه چې له امله يې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل او درې تنه نور طالبان ټپيان شول.
خبرځاى وويل چې په دې نښته کې د پوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته