خبرونهټولنه

په ننګرهار کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پراختیایي پروژې چارې پیل شوې

 کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه زابر د بیا رغولو او پاک کارۍ چارې پیل شوې دي.

ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه زابر د بهسودو ولسوالۍ په ګلبهار کلي کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت پاک کاري او بیا رغول کېږي، چې په کې ۱۹۲ مترو په اوږدوالي د زابر رغول او د ۳ زره ۲۴۰ مترو په اوږدوالي د زابر د پاک کارۍ چارې شاملې دي.

د مسوولینو په وینا، په دغه پروژه کې ۲۴۷ تنو ته د کار زمینه برابره شوې، چې چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یو بل خبر له مخې؛ د خوست په علیشېرو ولسوالۍ کې د خادمې کانال پروژې چارې د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

دغه کانال د ۱۳۷۵ مترو په اوږدوالي رغول کېږي، چې ۱۳۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او ۶۳۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا