خبرونهټولنه

په ننګرهار کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یو کانال د بیا رغولو چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۱۸مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې  د  (UNDP) موسسې په مالي ملاتړ د پنځه میلیونو افغانیو په مالی لګښت د بېز اکمالاتي ۳ کیلو متره کانال د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ورستیو اورښتونو له امله دغه کانال تخریب شوی و، خو اوس د کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) په مالي لګښت او د اسلامیک ریلیف موسسې په تخنیکي همکارۍ بیا رغول کېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه کانال ۳ کیلو متره اوږدوالی لري، چې ۷۰۰ متره به يې پاک کاري او پاتې برخه به يې په اساسي ډول بیا ورغول شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه کانال په بیا رغولو کې به ۳۹۰ کسانو ته  د کار زمینه برابره شي، چې د پروژې په بشپړېدو سره به  ۳۲ زره جریبه زراعتي ځمکې ته د خړوبولو اوبه برابرې شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا