خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د ۶۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې پیل شوې

کابل، د تلې ۱۰ مه، باختر

د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې یې د ۶۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې پیل کړې دي.

د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي قسمت الله مبارز باختر آژانس ته وویل، چې د یاد ولایت د سپین غر ولسوالۍ په چهل ګزي سیمه کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ او د سویډن کمېټې په تخنیکي همکارۍ به ۳۳۰متره استنادي دېوالونه، ۸۰ متره کانګریټي سړک او یو شمېر کارېزونه په اساسي ډول ورغول شي.

مولوي مبارز له مرستندویو ادارو وغوښتل، چې له افغانانو سره د هېواد په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا