سیاستTOP

د ملکرو ملتو سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د شتون لپاره ډيپلوماتيکي هڅې پيل شوې دي

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتوسازمان په عمومي مجمع کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډون لپاره هڅې دوام لري؛ سياسي کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت لپاره په نړيوالو ډيپلوماتيکي بنسټونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارل د افغانستان له نوي دولت سره د نړۍ د زيات تعامل او له نړيوالې ټولنې سره د دغه هېواد د همکاريو لپاره لاره پرانېزي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ رويټرز خبر ورکړى دى چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست امير خان متقي د ملګرو ملتو سازمان د عمومي منشي په نامه يو ليک کې د ملګروملتو سازمان په عمومي غونډه کې د گډون او وينا غوښتنه کړې ده.
دغه راز اسلامي امارت د دوحې د سياسي دفتر يو غړی سهيل شاهين د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت د استازي په توګه پېشنهاد کړى دى.
د ملګرو ملتو سازمان يو وياند تاييد کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت يو ليک ترلاسه شوى دى.
د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي وياند ستيفان دو چاريک ويلي دي چې د طالبانو ليک يې ترلاسه کړی دی چې په هغه کې د دغه بڼسټ په لوړه کچه خبرو کې د ګډون غوښتنه شوې ده .
دغه ليک د ملګرو ملتو سازمان د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې له پيل يوه ورځ مخکې د سپټمبر په ۲۰مه دغه سازمان ته رسېدلى دى.
د ملګرو ملتو سازمان وياند څرګنده کړې ده چې د افغانستان د څوکۍ د نيولو او په عمومي مجمع کې د وينا لپاره د طالبانو غوښتنه د اعتبارليک کمېټې ته استول شوى دى .
دغه کمېټه د امريکا، چين او روسيې په ګډون ٩ غړي لري.
اسلامي امارت ته په نړيوالو ډيپلوماتيکي بڼسټونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارل د افغانستان له نوي دولت سره د نړۍ د زيات تعامل او له نړيوالې ټولنې سره د دغه هېواد د همکاريو لپاره لاره پرانيزي.
کارپوهان ټينګار کوي چې اسلامي امارت په افغانستان کې يو واقعيت دى او د افغانستان د خلکو استازيتوب کوي. په نړيوالو او ټولنو بنسټونو کې د اسلامي امارت د استازو شتون دغه فرصت برابروي چې نړۍ په مستقيم ډول له اسلامي امارت سره په اړيکه کې وي، خپل نظر ووايي او د اسلامي امارت د مسوولينو نظر واوري چې همکارۍ او تفاهم ته لاره هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي په يوه مرکه کې څرګنده کړې ده چې نړيواله ټولنه بايد د امنيت د تضمين لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.
د اروپا اتحاديې د بهرني سياست مسوول جوزپ بورل هم په ستراسبورګ کې د اروپا پارلمان په غونډه کې په خپله وروستۍ وينا کې د افغانستان پر بدلونونو د اغېزمن چانس د ساتنې لپاره د اروپا اتحاديې د يواځېنۍ ټاکنې په توګه له طالبانو سره د تعامل يادونه کړې ده.
هغه د اروپا پارلمان استازو ته ويلي دي: “د افغانستان بحران پاى ته نه دى رسېدلى، په دې خاطر چې د افغانستان پر بدلونونو يو اغېزمن چانس ولرو، له طالبانو سره له تعامل پرته بله کومه ټاکنه نه لرو.”
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته