خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د ۷ ميليونو افغانيو په لګښت د يو کانال د بيا رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د لړم ۱۳ مه، باختر
د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ګلدرې کانال د بيا رغولو چارې بشپړې شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ياد کانال د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست په همکارۍ او UNDP موسسې په مالي ملاتړ د ۷ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوی دی. په خبره يې، دغه پروژه چې۵۵۰ متره استنادي ديوال او د لسو پلګوټو جوړېدل هم په کې شامل وو، ۷۰۰ کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې وه.
د يادونې وړ ده چې ياد کانال د ۴۰۰۰ جريبه ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا