ټولنه

په پکتيا کې داوبو له دوو پنځوسو بندونو څخه ګته اخستنه .

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
داوبو دوه پنځوس بندونه چې دپکتيا ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې جوړ شوي دي پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شول .
  دپکتيا ولايت دکرنې اواوبو لګولو رييس وليد احمد نسل  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه بندونه  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه  دنهه څلويښتو مليونو څلورويشتو زرو افغانيو په لګښت  داحمد اباد ، سيد کرم او دزرملې په ولسواليو کې  جوړ شوي دي  چې داوبو لګولوپه برخو کې  يې بزګرانو ته زياتې اسانتياوې  برابرې شوې او دغه راز له بزګرانو سره دمرستې په برخو کې  اوولس نورې پروژې  هم دنيالګيو دويشلو دڅارويو دواکسين هم ترلاس  لاندې دي .
تراوسه پورې دپکتيا ولايت دکرنې او اوبو لګولو  رياست دوترنري  څانګې  اويازره څاروي واکسين کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته