(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په ننګرهار کې د ۷.۳ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو حفظ او مراقبتي پروژو کار پیل شو

کابل، د وږي ۲۵مه، باختر

ټولګټو وزارت، په ننګرهار کې د څه د پاسه ۷.۳ ميليونه افغانيو په لګښت، د دوو حفظ او مراقبتي پروژو د کار د پیل خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي، چې په دغو ترمیماتي پروژو کې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د حلقوي سړک ترميم او  د دغه مسير اړوند عطاخان کلي کې د سړک د تخریب د مخنيوي په موخه د يوه استنادي دېوال رغول شامل دي، چې کار یې د ټولګټو وزارت او د حمزه شینواري ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه د پاسه ۷.۳ ميليونه افغانيو په لګښت قرارداد شوی، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د يادې پروژې د کار په بهیر کې به يو شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي او د سړک د تخریب مخنيوی به وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا