خبرونهټولنه

په ننګرهار کې د ۹۴ زره ډالرو په لګښت یوه پروژه پرانيستل شوه

کابل، د لړم ۱۶ مه، باختر

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د  UNOPS موسسې په مالي ملاتړ د غازي امان الله خان ښارګوټي او شهیدانو مېنې د ګلدان جوړولو چارې د ۹۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې.

د جلال آباد د ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ۱۲۷۷ مترو په اوږدوالي د جلال آباد تورخم پر لویه لاره د نهمې ناحیې اړوند د غازي امان الله خان ښارګوټي او شهیدانو مېنې د سړک منځ ګلدان په اساسي او معیاري ډول رغول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په دې پروژه کې د سیمې ۲۰۰ تنو ته د کار زمينه برابره شوې او چارې به یې په دوه نیمو میاشتو کې بشپړې شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا