کابل، د ثور ۲۵ مه، باختر
د لغمان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې دوه تنه د نشه يي توکو قاچاق په تور نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالقاهر اسد د باختر آژآنس سیمه ييز خبریال ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه څه د پاسه دوه کیلو ګرامه چرس هم ترلاسه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنۍ څېړنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر کرکیله، پلور، پېر او کارونې بندیز لګولی دی.
ن/ر