ټولنه

په ننګرهار کې زرګونو کورنيو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې

کابل /د وري ٤مه / باختر
په ننګرهارکې د اوبو رسولو د درېوشبکو په جوړېدو سره په سلګونوکورنيو د لومړى ځل لپاره د څښاک پاکې اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ.
دغه شبکې د يوميليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت د کوټ ،بټي کوټ او د نازيانو په ولسواليوکې جوړې شوي دي.
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د دغو شبکوپه جوړېدو سره څه ناڅه درې سوه کورنيو پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيداکړ.
دغه شبکې د ژورو څاګانو په کيندنواو د بمبو په درولو سره عملي شوي دي.
د سيمې خلکو د دغو شبکو د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه .
ختم- ج – ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا