
۲۶- کابل، د غوایي ۲۰مه، باختر
د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په روداتو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د افغانستان لپاره د ټولنیز معیشیت پروژې کارونه په روداتو ولسوالۍ کې عملاً پیل شول، چې په کې د ویالو او کانالونو پاکول شامل دي.
د مسوولینو په وینا، یاد پروګرام به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي په مالي ملاتړ د ننګرهار په څلورو روداتو، مومندرې، کوټ او پچیراګام ولسوالیو کې پلی شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه چارو په پیلېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ص