اقتصاد

دکونړ مالداران وايي چې ددوى دحيواني محصولاتو لپاره بازار نشته .

کابل باختر د غبرګولي  شپږمه :
دکونړ ولايت اوسيدونکي  چې زياتره يې  په مالدارۍ بوخت دي وايي چې ددوى  دحيواني محصولاتو  دپلورنې لپاره  بازار نشته .
دباختر اژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  يوشمير مالداران خپل محصولات دپلورنې په خاطر بازار ته راوړلي خو دورځې په پاى کې  ددغو محصولاتو نيمايي  بيرته کورته وړي .
يو مالدار  دباختراژانس له سيمه ئيز خبريال سره په خبرو کې  له حکومت څخه وغوښتل  چې په دغه ولايت کې دلبنياتو دانډې کولو او پروسس  ديوې فابريکې  دجوړولو کار  پيل کړي .په همدې حال کې دکونړ ولايت  دکرنې او مالدارۍ رييس انجنير انعام الله صافى وويل  چې په دغه ولايت کې  يو مليون  شيدې ورکونکى غواګان  شته چې د مالدارانو دلبنياتو محصولاتو دپروسس او انډې کولو لپاره په نږدې راتلونکې کې لازمې اسانتياوې برابروي . او دغه راز  ديو بازار دجوړولو لپاره هم  هلې ځلې کوو ،.
دکونړ ولايت  خلک  او دمدني ټولنو غړي وايي  ددولت پوځي او ملکي ادارې  دخپلو ورځنيو لګښتونو لپاره  پاکستاني اوايراني  شيدې او پيره وي  پيري .چې  له دې لارې په مليونونو ډالره له هيواد څخه وځي او که چيرې  کورنيو توليداتو ته پاملرنه وشي  او له هغو څخه استفاده وشي  له يوې خوا دمالدارانو اقتصاد تامنيږي  او په هېواد کې مالداري  وده کوي  او له بله پلوه له هيواد څخه دمليونونو ډالرو دوتلو مخه نيول کيږي .چې دغه کار کولاى شي دهېواد اقتصاد پياوړي کړي .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته