ټولنه

په نسبي ډول يوې سختې زلزلې افغانستان او پاکستان ولړځول .

کابل باختر دليندي  دويمه :
په نسبي ډول يوې  سختې زلزلې  تيره شپه افغانستان ، تاجکستان ، هندوستان او دپاکستان دپنجاب او دخيبر پښتونخوا دايالتونو ځينې سيمې ولړځولې .
دباختراژانس دخبر له مخې دغه زلزله دتيرې شپې  په لسو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو وشوه .
  دامريکا دځمکې پيژندنې ادارې ددغې زلزلې  سختوالي د ريکتر په مقياس پنځه اعشاريه  نهه درجې ثبت کړى دى چې له دې امله تراوسه پورې په زلزلې  ځپلو ناحيو کې دسر داوښتو زيانونو اودمالي تاوانونو په باب خبر  نه دى ترلاسه شوى .
  ددغې زلزلې  مرکز دځمکې په شپږ اتيا کيلومتري ژورتيا کې او دافغانستان او تاجکستان ترمنځ  پوله کې ثبت شوى دى .
څه موده مخکې دريکتر په مقياس  داووه اعشاريه پنځو درجو په سختوالي  يوې زلزلې  افغانستان ، پاکستان ، هندوستان اوتاجکستان ولړځول چې دسرزيان او مالي تاوانونه يې اړولي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته