سیاست

خپلواکۍ او آزادۍ زموږ د نيکونو امانت دى؛ بايد د هر راز توطيې په وړاندې يې دفاع وکړو.

کابلباخترد اسد٢٨

خپلواکۍ او آزادۍ زموږ د نيکونو امانت دى؛ بايد د هر راز توطيې په وړاندې يې دفاع وکړو.

دباخترآژانس سياسي مبصر ليکي: خپلواکۍ او آزادۍ د هغو خلکو د تودو وينو حاصل دى چې په بربنډ بدن، وږى نس او په لوڅو پښو يې ترغاښونو د وسله والو تيري کوونکو په وړاندې ودريدل، مبارزه يې وکړه او د اسارت شرموونکي کړۍ يې لرې کړه.

زموږ د هيواد وياړلى تاريخ د هغوکسانو د ميړانې، زړورتيا او سرښندنې زرينې پاڼې دي چې نړۍ ته يې ثابته کړه چې افغانان آزادي دوسته دي او هيڅکله به دخپلوا کۍ، آزادۍ او د ملي ګټو په وړاندې له پرديو سره په زور او زر سره معامله ونه کړي.

دتاريخ دڅرګندونو له مخې: افغانانو کلونه کلونه له انګريزانو سره جګړه وکړه او په لوى خداى (ج) په ډډې لګولو او په آزادۍ اوخپلواکۍ ډکې مينې سره يې د دې هيواد د لويشت لويشت خاورې دفاع وکړه او تيري کوونکو ته يې د عبرت داسې درس ورکړ چې افغانستان د هغوى ګورستان دى. خو له بده مرغه لاتراوسه پورې هم يوشمېر هيوادونه شته چې تاريخ دغه هيواد ړوند بللى دى او ددغه هيواد دنيولو په لټه کې دي.

هغوى بايد د دې هيواد د تاريخ پاڼې ولولي؛ هغه پاڼې چې افغانانو څه دول انګريزانوته ماتې ورکړه او يوځل بياد پخواني شوروي د سره پوځ د تيري په وړاندې په سرښندنې سره وجنګيدل او ددغه تاريخي هيواد د خپلواکۍ او  آزادۍ دفاع يې وکړه.

دوى بايد په دې پوه شي چې نه شي کولى د نفاق اوشقاق دتخم په کرلو اوديوشمېر پرديو په استخدام سره خپلو ناوړو هدفونو ته ورسيږي.

د سره او تور پوځ په وړاندې په آزادۍ اوخپلواکۍ مينوکسانو اتلوالې مبارزې ددغې ادعا مصداق دى او دا يو ستر درس دى.

د افغانستان د ملت دښمنان بايد په دې پوه شي چې لا تراوسه پورې د آزادۍ اوخپلواکۍ د لارې د سرښندونکو وينه د دې هيواد د بچيانو په رګونوکې جاري ده. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته