امنیت

په روان کال کې په سرپل کې ٦٣ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې په سرپل ولايت کې ٦٣ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوي دي .
دسرپل ولايت دپوهنې رييس عبدالغفور سرپلي پرون په يوه خبري غونډه کې وويل:- چې په روان کال کې ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې د ٣٣ ښوونځيو ودانۍ دملي پيوستون دپروګرام له لارې او دخلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره جوړې شوې دي چې کابو سل ميليونه افغانۍ پرې لګيدلې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل :چې په دې موده کې دپوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دکابو شلو ميليونو افغانيو په لګښت په دغه ولايت کې د ٣٣ ښوونځيو نيمه کاره ودانۍ بشپړې شوې دي .
دده څرګندونو له مخې،دغه ودانۍ دکوهستاناتو له ولسوالۍ پرته په نوروولسواليو کې جوړې شوې دي.
ده وويل :- چې دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې دپرمختيايي پروژو کار دامنيتي دلايلو له امله او د دولت دوسله والو مخالفينو تر کنترول لاندې ددغې ولسوالۍ دشتون په دليل ځنډيدلى دى .
دسرپل ولايت دپوهنې رييس دڅرګندونو له مخې : همدا اوس په دغه ولايت کې ٣٨٨ښوونځي شته چې له دې جملې څخه ٦٠ ښوونځي ودانۍ نه لري.
يوه اړونده خبرځاى وويل:چې په سرپل ولايت کې له څلورو کلونو راپه دې خوا دکابلو ٢٢٠ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي .
ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې څه دپاسه ١٦٠ زره تنه په زده کړې بوخت دي،چې په سلو کې ٤٢ يې نجونې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته