ټولنه

دتاوتريخوالي دبندولو دقانون دتطبيق پنځم رپوټ وړاندې شو .

-کابل باختر د وري  اتمه :
دښځو دچارو وزارت دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دقانون دتطبيق پنځم رپوټ وړاندې کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، په هغې خبري غونډه کې چې نن په همدې مناسبت دحکومت درسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه دهغو ادارو استازو  چې په دې لاره کې دښځو دچارو له وزارت سره همکارې دي د خپلوکړنو رپوټونه له رسنيو سره شريک کړل .
دښځو دچارو وزارت مسلکي او دپاليسۍ  معينې  سپوږمۍ  وردګ ددغې غونډې په پيل کې وويل چې دښځو دچارو وزارت دغې ژمنې او مسووليت له مخې چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو  دقانون دتطبيق په لاره کې لري مکلف دى چې کال په کال دتاوتريخوالي او دتاوتريخوالي دبندولو دقانون دپلي کولو رپوټونه وړاندې کړي .
دې وويل  له تاوتريخوالي سره مبارزه ديوې ادارې کار نه دى دتاوتريخوالي  دبندولو لپاره بايد دټولنې ټول وګړي او ادارې يوبل ته لاسونه ورکړي او کار وکړي .
دښځو دچارو وزيرې دتاوتريخوالي دبندولو دقانون دتطبيق په لاره کې ددغه وزارت دکاري پروګرامونو په اړوند رسنيو ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې دښځو د چارو وزارت هم  دسندونو ، ستراتيژۍ  او پاليسۍ  په برخه کې کارکوي او هم هغه عملي کارونه ترسره کوي چې زياتره پوهاوي  ورکوونکي دي .
دې زياته کړه چې په  ١٣٩٥ کال  کې دکورنيو چارو او دښځو  دچارو په وزارتونو ، لوى څارنوالى او ستره محکمه کې دتاوتريخوالي  ٤٢٩١ قضيې ثبتې شوې دي چې زياتره يې  دکابل ، فارياب ، تخار اودبلخ په ولايتونو پورې اړه لري .
دښځو دچارو وزارت ميعنې وويل چې دغه وزارت دقضيو په څيړنې او حل او فصل کولو سربيره دعامه پوهاوي  ، له ناوړو دودونو او عنعناتو سره دمبارزې ، له بيسوادى  سره دمبارزې ،  دنشه يي توکو له روږدي  کيدو سره  دمبارزې اودبې وزلۍ دکمښت په ګډون دتاوتريخوالي دپيښو دمخنيوي لپاره جدي پروګرامونه  ترلاس لاندې لري چې هر هغه څوک چې دتاوتريخوالي سبب کيږي تشخيص او دله منځه وړلو لپاره يې لازم اقدامات وکړي .
په دې غونډه کې دعدليې وزارت معين سيد محمد هاشمي وويل چې په ١٣٩٥ کال کې ٦٣٣٣ قضيې  ثبتې شوې دي چې د ١٣٩٤ کال په پرتله پنځه سلنه زياتوالى ښيي .
هاشمي وويل: زيات تاوتريخوالى له اتلس کلنۍ  څخه تر پنځه ديرش کلنۍ پورې واده شويو ميرمنو هغه هم دخپلو ميړونو او  خپلوانو له خوا چې دسواد ټيټه کچه  لري زغملي دي .
هاشمي  زياته کړه چې بايد  دپوهاوي ورکولو په برخه کې زيات کار وشي .
دکورنيو چارو وزارت استازي محمد فريد افضلي  رقابتي  ودونه دتاوتريخوالي جرم او جنايت ستر عامل وباله  او ويې ويل چې رقابتي ودونه په ټاکلې عمر کې دځوانانو  دکورنيو دجوړيدو خنډ شوى دى او دځوانانو دژوندانه په روان او چلند باندې يې منفي اغيزه کړې ده او په کورنۍ کې دتاوتريخوالي سبب کيږي . 
افضلي  زياته کړه   بايد ټولې کورنۍ او اړوندې ادارې دې تکي ته پاملرنه وکړي  چې دجوماتونو ښوونځيو او درسنيو له لارې  دې پراخ تبليغات وکړي چې  ځوانانو ته دکورنيو دجوړولو او دنورمال ژوندانه شرايط برابر کړي او په ټولنه کې  د تاوتريخوالي مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته