
کابل، د رمري ۸ مه، باختر
په ننګرهار کې سلګونه سېلاو ځپلې کورنۍ د بشري مرستو تر پوښښ لاندې ونیول شوې.
سېلاوونو څو شپې مخکې د جلال آباد ښار، کوټ او بټي کوټ په لسوالیو کې سخت مالي زیانونه واړول چې له امله یې د اوسېدونکو کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شول.
د ننګرهار له طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې يوې سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې د دریو میاشتو لپاره ۳۰۱ کورنيو ته خوراکي توکي ورکړل شول.
په وروستیو میاشتو کې په ننګرهار کې سېلاوونو په وار وار سره د خلکو کورونه او کروندې زیانمنې کړې دي.
سیمه ییزمسوولین وايي، چې اوس هم هڅه کوي، چې دغو سېلاو ځپلو کورنیو ته له مرستندويو ادارو څخه مرستې راټولې کړي.
ع