کابل باختر د وري دمياشتې ١٤ :
دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او څه ناڅه درې تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن دکابل _ مزارشريف په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دمسافرو دسپرلۍ يو ګړندى موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
دکابل _ مزارشريف دلويې لارې دترافيکو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې ديوې ميرمنې او يوه ماشوم په ګډون پنځه تنه ووژل شول او څه ناڅه درې تنه نور ټپيان شول.
ده د مسافر و ړونکي ګړندي موټر دچلوونکي بې احتياطي او ګړنديتوب ددغې خونړۍ ترافيکي پيښې درامنځته کيدو اصلي علت بولي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ