سیاست

اجراييه رييس د اندونيزيا د بهرني سياست د مطالعاتو په مرکزکې: د افغانستان خلک د سولې پلويان دي خو عادلانه او دايمي سوله

کابل باختر دتلې څوارلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په هغې غونډه کې چې د اندوينزيا د بهرني سياست د مطالعاتو د مرکز له خوا ((افغانستان د سولې، پخلاينې او د نړيوالې همکارۍ)) ترعنوان لاندې په جاګارتا کې جوړه شوې وه، وينا وکړه . د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په آلمان، کاناډا او د ملګرو ملتو په سازمان کې د اندونيزيا پخواني سفير پروفيسر هاشم جلال اجراييه رييس ته ښه راغلاست ووايه. د اندونيزيا جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د آسيا د جنوب او د مرکزي آسيا د رياست رييس فردي نيکو يونس پايا هم خبرې وکړې او د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ اړيکو ته په لنډې اشارې سره د وينا وال او د اندونيزيا د بهرني سياست د مطالعاتو د مرکز د حانګړې ميلمه په توګه اجراييه رييس ته ښه راغلاست ووايه. اجراييه رييس په دې غونډه کې خپله وينا په اندونيزيا کې د زلزلې او سونامي د وروستيو پيښو د قربانيانو په نسبت د ډاډګيرنې او همدردۍ د مراتبو په څرګندولو سره پيل کړه . اجراييه رييس په خپلو خبروکې وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي لرغونتيا لري او د افغانستان له لورې د اندونيزيا په رسميت پيژندنې او د شلمې پيړۍ په ٦٠مه لسيزه کې کابل ته د اندونيزيا د جمهور رييس سوکارنو سفر او په بېلابېلو پړاوونوکې اندونيزيا ته د افغانستان د مشرانو او مسوولينو پرله پسې سفرونو دغه پيوند نوى رنګ او روح پيدا کړ . اجراييه رييس د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل چې په وروستيو کلونوکې د دواړو هېوادونو د مشرانو او مسوولينو له سفرونو او د اندونيزيا له لوري د پاکستان، افغانستان او اندونيزيا د عالمانو د درې اړخيزې غونډې کوربه توب او د دواړو هېوادونو ترمنځ له ګډو همکاريو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لاپسې پياوړې شوې دي . اجراييه رييس خپلې خبرې په افغانستان کې په وروستيو کلونوکې دپيښو دتاريخي لرغونتيا په يادونې سره پيل کړې او ويې ويل: افغانستان د ننګونو ، ستونزو ، مبارزو او د هغو فرصتونو يو داستان دى چې د دغه هېواد او د سيمې د وروستيو کلونو تاريخ يې جوړ کړى دى. د طالبانو د رژيم تر سيوري لاندې په هېواد کې د ډار اچوونکو او القاعده شتون او د امريکا د متحده ايالاتو پرخلاف بريدونه په افغانستا کې د نړيوالې ټولنې دشتون سبب شول. دغه تحول په افغانستان کې د بنسټيزو بدلونونو او تحولاتو سبب شو . د مقاومت په کلونو کې موږ هڅه وکړه نړۍ ته ووايو چې په افغانستان کې د ډار اچونې ګواښ نړيواله سوله او امنيت ګواښوي،خو دغه پيغام نړۍ په ځنډ سره واوريد. اوس داعش په افغانستان کې ظهور کړى دى او په ورانکارو بريدونو او حرکاتو لاس پورې کوي، خو دغو ټولو ستونزو خلک د سوکاله ژوندانه په لور له حرکت او له ژوندانه څخه بې برخې کړې نه دي، خلک د يوه سوکاله او باثباته افغانستان په هيله په هڅه کې دي . اجراييه رييس د افغانستان د حکومت د سولې د سياست په باره کې وويل: د افغانستان حکومت او خلک سوله غواړي او حکومت له طالبانو سره د روغې جوړې او خبرو ملاتړ کړى دى خو هغه هېواد چې د طالبانو د مشرانو کوربه دى او د ډار اچوونکو ډلو لپاره د امن د عقبې په توګه عملي کوي، لا تراوسه پورې د سولې او د خبرو او سولې لپاره د طالبانو د هڅونې په خاطر اساسي ګامونه نه دي اخستي . اجراييه رييس د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل: طالبانو ته زموږ پيغام دا دى چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او له ډار اچوونکو ډلو سره دې خپلې اړيکې وشلوي . د هېواد اساسي قانون او د وروستيو کلونو لاس ته راوړنې ومني او د خپلې ستونزې د حل کولو لپاره دې له خبرو او سوله ئيزو چلندونو څخه کار واخلي . د هېواد اجراييه رييس دغه راز زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټيګښت لپاره د اندونيزيا د حکومت د هڅو ملاتړ کوو او هيله لرو چې دغه هڅې پايلې ولري . اجراييه رييس د غونډې په وروستۍ برخه کې هغو پوښتنو ته چې د برخه والو له خوا طرحه شوې، ځواب ووايه . ډاکتر عبدالله عبدالله له ډار اچوونکو سره د چلند د څرنګوالي په باره کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ډار اچوونکي له وحشت، تاوتريخوالي او د بېګناه خلکو له وژنې پرته بل پيغام نه لري. د نړۍ حکومتونه او ملتونه د دغې کرغيړنې پديدې دجرړو د ايستلو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتيا لري . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته