امنیت

يوولس تنه وسله وال مخالفين په فراه کې ووژل شول

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
د فراه ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغو عملياتو په بهيرکې چې د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ ١١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: ددغو عملياتو په بهير کې پنځه موټر سايکلونه او يوه اندازه وسيلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته