امنیت

په لغمان کې دطالبانو داستخباراتو ددريو تنو غړو نيول کيدل

کابل باختر د ليندى  دريمه :
دوسله والو طالبانو دډار اچوونکي ډلې داستخباراتو درې تنه خطرناک غړي په لغمان ولايت کې ونيول شول .
دغه درې تنه چې په لغمان کې دطالبانو ډير خطرناک  کسان بلل کيږي نن سهار ددغه ولايت دمرکز مهترلام  ښار دپلټنې په يوه پوسته کې ونيول شول .
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو داستخباراتو  دغه درې تنه غړي په يوه موټر  سپاره وو او غوښتل يې چې دمهترلام  ښار ته ننوځي چې دامنيتي مامورينو له خوا له پيژندني  وروسته  ونيول شول .
نيول شوي کسان دلغمان لپاره دطالبانو داستخباراتو دنومول  شوي رييس فيض محمد دکاکازامن ضياالرحمن ، عباد الرحمن او نور احمد بلل شوي دي
ځواک وايي چې له نيول شويوکسانو  څخه ددولت ضد تبليغاتي  پاڼې او يوکست ترلاسه شوى دى چې په هغه کې دبمونو او ماينونو دښخولو، وسله والو بريدونو او دځينوسيمه ئيزو مسوولينو اومشرانو دترور  هدفونه ليکل شوي و .
دلغمان  والي عبدالجبار نعيمي دوسله والو طالبانو ددلې ددغو دريو تنوخطرناکو  غړو نيونه په دغه ولايت کې د ډار اچوونکو بريدونو دکچې دکمښت  په لاره کې يو مهم ګام  وباله اوله امنيتي ځواکونو څخه يې وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې سره دې د ډار اچوونکو دځپلو او د خلکو دامنيت دتامينولو په لاره کې  اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته