خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې لسګونه پرمخیتايي پروژې پلې کيږي

– کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د لسګونو پرمخیتايي پروژو د پلې کېدو چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

ټاکل شوې ده دغه پروژې د خلکو په سلا مشورو سره د ګذر د وکیلانو او د وګړنیو شوراګانو له خوا وټاکل شي.

د جلال آباد ښاروالۍ د سکتوري او مسلکي خدمتونو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردهي وال باختر آژانس ته وویل چې د ملګرو ملتو سازمان په جلال آباد ښار کې د ۵۸ پرمخیتايي پروژو د جوړولو لګښت ورکوي.

هغه وویل چې د دغو پروژو د تطبیقولو کار به په نږدې راتلونکي کې د خلکو له سلا مشورو وروسته پیل شي.

د لارو او سړکونو او د اوبو رسولو د شبکو جوړول د جلال آباد د خلکو له لومړیتوبونو څخه ګنل کېږي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا