امنیت

طالبانو ته د سردروند زيان واوښت

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
وسله والو طالبانو ته دنورستان په ولايت کې دعملياتو په بهير کې دسردروند زيان واوښت .
دغه عمليات پرون دنورستان دوانت وايګل ولسوالۍ په بازارکې دوسله والو طالبانو له پراخ بريد وروسته پيل شول او تراوسه پورې دوام لري.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل ددغو پوځي عملياتو په بهير کې د طالبانو د ډلې په لسګونه تنه غړى وژل شوي او يو شمير نوريې ټپيان شوي دي.
ده وويل : پوځيان په دې بريالى شول په دغو جګړو کې دوانت وايګل دولسوالۍ څو کلي بيرته له طالبانو څخه ونسي او دهغو څو پټنځي او جنګي وسايل له منځه يوسى.
وسله والو طالبانو د دوشنبې په شپه په بريد سره دوانت وايګل ولسوالۍ ځينې سيمې نيولې وي.
دپوليسو دغه قوماندان وايي پوځيان دپرمختګ او د طالبانو له شتون څخه دوانت وايګل دځينو سيمو دپاکولو په حال کې دي.
ده وويل: دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه دوانت وايګل تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري.
ديوبل خبرله مخې، شپږ تنه وسله وال طالبان دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
په دغو طالبانو کله يې چې غوښتل د ډيورند کرښې له اخوا څخه واوړي او په نورستان ولايت کې ځاى پرځاى شي.دپوځيانو له خوا بريد وشو .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان وايي په دې جګړه کې ديوه پاکستانى په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې څلور تنه وسله وال طالبان دنورستان ولايت مرکز پارون ښارته څيرمه ووژل شول په دغو طالبانو کله يې چې غوښتل په يو واټ کې ماين ښخ کړي بريد وشو او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته