امنیت

دعامه امن او نظم پوليس په شمال کې دامنيت دتامينولو لپاره بشپړ تيارى لري.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دافغانستان په شمال کې دعامه امن او نظم دپوليسو قوماندان وايي چې د ده تر قوماندې لاندې پوځيان په سلو کې پنځه نوي په وسلو او پوځي تجهيزاتو سمبال دي او دهيواد ددغې سيمې دامنيت دتامينولو لپاره پوره تيارى لري.
دهيواد په شمال کې دعامه امن او نظم دپوليسو د دريمې لوا قوماندان عبدالغفار ابراهيم خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغې لوا پوځيان په خپلو وسلو سره په خپلو زيرمو کې زيات پوځي امکانات په واک کې لري او له هغو څخه په استفادې سره له وسله والو طالبانو سره دمقابلې او دشمال د زون په نا امنو سيمو کې دامنيت دتامينولو لپاره بشپړه  ځواکمني لري ابراهيم خپل زياته کړه چې دوى دبلخ ، سرپل ،جوزجان او د فارياب په ولايتونو کې دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري او که چيرې دښمن په دغو سيمو کې په ګډوډيو لاس پورې کړي دامنيتې ځواکونو په تيره بيا دعامه امن او نظم دپوليسو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو په ديارلس کلن شتون سره دهيواد په نا امنو سيمو کې لاتراوسه پورې هم افغان امنيتي ځواکونه په هوايي پوځي تجهيزاتو سمبال شوي نه دي او دا کار د دې سبب شوى دى چې افغان امنيتي ځواکونه ونه کړاى شي په سمه توګه په سختو سيمو برلاسۍ ولري او امنيت پکې تامين کړي .
ده ټينګار وکړ که چيرې زيات پوځي تجهيزات د دوى په واک کې ورکړ شي . دوى دافغانستان دپولو د دفاع ځواکمني هم لري.
دغه څرګندونې دافغانستان په شمال کې دپوځيانو له خوا په داسې حال کې کيږي چې دتيرکال په بهير کې دهيواد دشمال په سيمو کې دنا امنيو لمن پراخه شوې ده او همدا اوس دبدخشان ، کندز،فارياب او دسرپل په ګډون په يو شمير ولايتونو کې دوسله والو طالبانو بريدونو زور اخستى دى او په لسګونو تنه ملکي وګړي له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته