
– کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کشفي منسوبینو يو تن د ۱۲۰ کيلو ګرامه چرسو سره یو ځای نیولی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کس نشه یي توکي په کرولا ډوله موټر کې په ډیر مهارت ځای پرځای کړي وو، چې د ۷ مې حوزې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
مسوولین وایي نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
ص