کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
اووه تنه وسله وال مخالفين د هلمند ولايت په مربوطاتو کې د ملي اردو او دملي
پوليسو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات ددغه ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر سره شوى و
چې په نتيجه کې يې اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو منسوبينو پرون ٩٤ نوي ماينونه چې د خلکو د دښمنانو له خوا دهيواد په ځينو ولايتونو کې ځاى پرځاى شوى و کشف او شنډ کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ