نړۍ

په پيښور ښارکې يوه ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

پيښور ډي  ډان باختر دکب دمياشتې  ٢٣ :
په پيښور ښارکې ديوځاى پرځاى شوي بم  دچاودنې له امله نن څه ناڅه اووه تنه
ووژل شول  او دولس تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس دپاکستان  دډي ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
دغه چاودنه  نن له غرمې وروسته دپيښور په سربند سيمه کې  وشوه  چې په وژل
شويو کسانو کې  دپوليسو افسران  اوپه ټپيانو کې  ښځې او ماشومان هم شامل دي .
دپوليسو دڅرگندونوله مخې ،  دغه چاودنه يو ځانمرګي بريد و چې هدف يې دپوليسو واسطه وه  چې په وژل شويو سربيره  زيات مالي تاوان  يې  هم اړولى دى .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى . خو په  تيرو وختونو کې دغه شان بريدونه دپاکستاني طالبانو له خوا ترسره شوي دي.
دپوليسو خبرځايونو وويل : احتمال لري ددغه بريدله امله  دسرزيان  زيات شي .
په پيښور کې دغه نننى بريد په داسې  حال ترسره شو چې دپاکستاني طالبانو څو ډلو او ددغې ډلې د شورا سياسي غړي  دمليشه ډلو ا وداسلام اباد حکومت ترمنځ  د مسقيمو خبرو په مقصد دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دغونډې په حال کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته