امنیت

د غزني ښار د پوليسو يوه مسوول د طالبانو په بريدکې شهيد شو

-کابل باختر د زمري  اوومه :
د غزني ښار د پوليسو يوه مسوول د وسله والو طالبانو د ډلې د افرادو په بريد کې شهيد شو .
د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې مسوول اختر محمد پرون ماښام  له خپلو دوو تنو ساتوونکو سره د وسله والو طالبانو په بريدکې شهيد شو .
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امر خيل له باخترآژانس سره په اړيکه کې د وسله والو طالبانو په بريدکې د غزني ښار د پوليسو ددويمې امنيتي حوزې دمسوول اختر محمد وژنه تاييدکړه .
  ده وويل: ددغې پيښې په اړوند په دندوکې د بې پروايى له امله د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې د آمر دنده يې تعليق کړې ده .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان د غزني ولايت  د اندړو په ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شوي دي .
په دغو طالبانو تېره شپه کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ بريد وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته