سیاست

جمهور رئيس او اجرائيه رئيس دګډو همکاريو په باب خبرې اترې وکړې

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
جمهوررئيس او اجرائيه رئيس  دهغو کتنو په دوام چې پخوا  دهغې په باب       له اوسني ډب څخه دوتلو لپاره پرې موافقه شوې وه ، د  چهارشنبې د ورځې        په ماښام په ارګ  کې و کتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دتيرماښام کتنه  دسياسي موافقه ليک له مخې :دټاکنو  ، دسلامشورې داصولو، ملي مشارکت  ،عادلانه نمايندګۍ ، غوره سالارۍ ، صداقت  او     دملي وحدت د حکومت په پروګرامونو د ژمنې ، له دوه ګوني چلند څخه ډډې  کول  اودحکومتي جګپوړو مقامونو  دټاکنې لپاره دمناسبو افرادو په پيشنهاد
کې  داجرائيه رئيس دبشپړ شتون په باب خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې دموافقه ليک  دتطبيق په باب په بيا ټينګارسره ګډه همکاري     دمسووليتونو  تفکيک  او د جمهوري رياست او داجرائيه رياست دواکونو او  دملي وحدت د حکومت دستنو دټينګښت په اړوند موافقې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته