ټولنه

يوه تجارتي مارکيټ ته د اور لګيدنې له امله زيانونه واوښتل

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د کندز ولايت په يوه مارکيټ کې داور لګيدنې له امله زيات مالي تاوانونه واوښتل.
اور په جهلک پلورنې مشهور عزيز خان مارکيټ کې لګيدلى دى.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسيد جهانګير کرامت دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه اور د بريښنا د شارتۍ له امله لګيدلى دى چې د مارکيټ دکاندارانو ته مالي تاوانونه اوښتي دي .
ويل کيږي په دغه مارکيټ کې پخوا هم اور لګيدلي و چې د دغې اور لګيدنې اصلي علت د بريښنا د سيستمونو زړښت دى.
د دغه مارکيټ دکاندارانو د پوليسو او د اور وژنې د کارکوونکو په خپل وخت اقدام له امله قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته