
کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د ننګرهار د کار ټولنيزو چارو رياست له مسوولينو سره د يو شمېر مرسته کوونکو ادارو استازو په کتنه کې ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به ۱۲۳۰ يتيمو زده کوونکو سره نغدي او د قرطاسيې مرسته وکړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې روزنتونونو ته د ښې پاملرنې او د زده کوونکو پر ښې روزنې هم خبرې او پرېکړې وکړې.
ن/ر