سیاست

محمدمحقق: دوريښمو دلارې ستره پروژه دسيمه ييزې سولې اوثبات دټينګښت لپاره اهميت لري .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
دوريښمو دلارې لومړنى نړيوال فرهنګي نندارتون نن  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست دمرستيال محمدمحقق په شتون د چين دولسي  جمهوريت په دون هوانګ ښارکې  پرانستل شو.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په هغو مراسمو کې چې ددغه  نندارتون دپرانستلو په مناسبت پرځاى شوي و  دچين دولسي جمهوريت د جمهوررئيس شي جين پينګ  پيغام  ددغه هېواد دصدراعظم دمرستيالې ميرمن ليوياندونګ له خوا ولوستل شو.
محمد محقق  چې دځانګړي ميلمه په توګه په دې نندارتون کې ګډون کړى دى   دپرانستونکو مراسمو يوه اصلي وينا وال  و.
داجرائيه رياست مرستيال په خپلې وينا کې افغانستان دوريښمو دتاريخي لارې په تګلوري کې يو مهم هېواد وباله او ويې ويل ؛  افغانستان يو له هغو  لومړنيو هېوادونو څخه و  چې  دوريښمو دلارې دسترې پروژې او داقتصادي کمربند د جوړولو په باب يې دچين  دولسي جمهوريت د جمهوررئيس شي جين پينګ دتاريخي طرحې او نوښت هرکلى  کړى دى.
دمحقق په باور دغه طرحه به نه يوازې داقتصادي ودې او غوړيدو سبب شي بلکې دسيمه ييز ثبات اوسولې  دټينګښت لپاره هم اهميت لري .
محقق  ددواړو  هېوادونو افغانستان او چين اړيکې تاريخي او ژورې وبللې  او زياته يې کړه ؛  څرنګه چې  دوريښمو تاريخي لارې  څه دپاسه دوه زره کاله دچين  دتجارتي مالونو کاروانونه  افغانستان ، دآسيالويديځ او اروپا ته او برعکس ليږدول ، په اقتصادي اهميت سربيره دغه تاريخي لاره دختيځ او لويديځ دتمدنونو ترمنځ  دپيوستون مرکز هم   دى .
داجرائيه رياست مرستيال زياته کړه ؛  افغانستان په باميانو کې دبودا دويجاړو شويو سترو مجسمو ، دباميانو ولايت  دغلغلې دتاريخي ښار او دامير بند  او دبلخ ،.هرات ، غزني  او دلوګر په ولايتونو او دافغانستان په  نورو تاريخي سيمو کې دنورو تاريخي اماکنو په ګډون  دتاريخي  ځايونو  او جاذبو په لرلو سره کولاى شي  دلرغوني او بشري فرهنګ اوتاريخ مينه والو  ته  خاص جذابيت ولري.
په دغو مراسمو کې  دګنسو ولايت والي  ددغه نندارتون د جوړونکي کميسيون درئيس په توګه او دفرانسې  ، نيپال ، ميانمار  اودمراکش له هېوادونو څخه يو شمير ميلمنو او دملګرو ملتو دسازمان دسياحت  دنړيوال سازمان رئيس هم   ويناوې وکړې.
د پرانستونکو مراسمو له پاى ته رسيدو وروسته  برخه والو هيئتونو هغه فرهنګي او تاريخي توکي چې نندارې ته وړاندې شوي و ، وکتل.
په دې نندارتون کې چې دوه ورځې به دوام وکړي  دنړۍ  له ٨٥ هېوادونو څخه د ٩٥ هيئتونو په ترکيب کې   ١٥٠٠ تنو ګډون کړى دى.
ديوبل خبرله مخې :   پرون مازيګر دافغانستان دباميانو ولايت او دچين دولسي جمهوريت  دګنسو ولايت ترمنځ  دخورلنډتوب داړيکو دټينګښت تفاهم ليک  دمحمدمحقق او دګنسو ولايت دوالي په شتون لاسليک شو.
دغه تفاهم ليک  دافغانستان داسلامي جمهوريت له خوا په چين کې دافغانستان دسفير جانان موسي زي اودچين دولسي جمهوريت له خوا دګنسو ولايت دبهرنيو اړيکو درئيس له خوا لاسليک شو.
په دغو مراسمو کې دنړۍ له بيلابيلو هېوادونو او دچين له دولت سره  څه ناڅه پنځلس موافقه ليکونه او تفاهم ليکونه لاسليک شول .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته