امنیت

يوولس تنه پوليسان شهيدان شول .

کابل – باختر دتلې دمياشتې لومړي
په قندهار کې پرون په سرحدي پوليسو دوسله والو طالبانو د بريد له امله  يوولس تنه سرحدي او سيمه ييز پوليسان شهيدان شول .
دقندهار ولايت دسرحدي پوليسو قوماندان جنرال تفسير خان خوږياڼي باختر آژانس ته وويل :  طالبان تيره ورځ د ډيورند له کرښې اخوا تير شول او په شورابک ولسوالۍ کې يې  په  پوليسو بريد وکړ چې په متقابلو نښتو کې يوولس تنه سيمه ييز او سرحدي پوليسان شهيدان شول .
ده وويل : په دې نښته کې طالبانو ته هم د سرزيان اوښتې دى خو تراوسه پوري دهغوي  اوښتي زيان شمير نه دى معلوم .
امنيتي ځواکونو له دغه بريد وروسته په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته