خبرونهورزش

بغلان کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال پيل شوې سیالۍ د نجیب حقیار او ستار لوبډلو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومې ۲ مه، باختر

د بغلان ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي سیمې د ځايي ځوانانو له لوري د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د  والیبال پیل شوې سیالۍ د نجیب حقیار او ستار لوبډلو په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.

د دې تورنمنټ تنظیمونکي محمد بهیر وویل، چې په دې لوبو کې د هېواد د والیبال د ملي ټیم یو شمېر لوبغاړو هم برخه اخیستې وه، چې دغه لوبغاړي د لوبډلو له لوري په سوداګریزه بڼه پېرل شوي وو او په دې سیالیو کې ولوبېدل.

بهیر وویل، چې د دې سیالیو پایلوبه  د نجیب حقیار او ستار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۱- ۱ مېدانونو په ګټولو سره دواړه لوبډلې د وخت د کمښت په اساس سره مساوي او د دې سیالیو اتلې اعلان شوې.

د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمر قاري محمد امیر امیري وویل، چې دا سیالۍ د لیندۍ میاشتې په ۱۴ مه نېټه پیل شوې وې چې خوا او شا ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او په  پایلوبه کې د ستار او نجیب حقیار لوبډلې وتوانېدلې چې د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

امیري زیاته کړه چې په دې تورنمنټ کې ۲۵ لوبډلو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د والیبال د ملي ټیم لوبغاړي وویل، چې دغه ډول لوبې په ټوله کې د والیبال د پراختیا او د لوبغاړو د هڅونې لپاره ډېرې زیاتې ګټورې تمامېږي او  هیله یې څرګنده کړه چې د سپورټ آمریت به په دې ولایت کې نور دغه ډول تورنمنټونه هم ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته