امنیت

په فارياب ولايت کې دپوليسو ديوملګري په توطيه کې داتو تنو پوليسانو وژل کيدل .

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
په فارياب ولايت کې په يوه امنيتي پوسته کې دپوليسو داتو تنو سرتيرو له مسموم کيدو وروسته دخپل ملګري  له خوا په دزو سره شهيدان شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې : ددغې پوستې  يوسرتيرى لعل محمد له طالبانو سره اړيکه لرله او دشپې له خوا دده داتو تنوملګروله مسمولو وروسته دغې قرارګاه ته وسله وال طالبان وغوښتل او يرغلګرو هم ټول مسموم شوي پوليسان په ډزو  سره شهيدان کړل .
دفارياب ولايت دپوليسو وياند  عبدالکريم  يورش دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې خپلوي توطيه کې اته تنه پوليسان شهيدان شول .
ده تاييده کړه چې دغه توطيه ددغه امنيتي قرارګاه ديوسرتيري  لعل محمد له خوا طرحه او ترسره شوې ده.
يورش وويل چې لعل محمد له دې وروسته چې دخپل  اته تنه ملګري دمسموم شوي خوراکي توکي په خوړلوسره بې هوښه کوي وسله والو طالبانو ته خبر ورکوي او ديرغلګرو په رارسيدلو سره په دغو سرتيرو ډزې کوي
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند لعل محمد دخپلو ملګرو له وژل کيدو وروسته  ددغه پوځي قرارګاه ټول جنګي وسايل دنورو يرغلګرو په همکارۍ له ځان سره وړي .
په دې توطيه  کې ددغې امنيتي پوستې قوماندان شيرعلم له دوو زامنو ، دوه اوښي ،  دوو زومانو او دده  ديو خپلوان سره وژل شوي دي .
ددغې پيښې  قربانيان دسيمه ئيزو پوليسو  سرتيري بلل شوي دي
دفارياب ولايت پوليس وايي چې دغه قرارګاه ته نوي ځواکونه چې په المار ولسوالۍ کې موقعيت لري  استول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته