کابل باختر دوري اوومه :
د هرات د ولايتي شورا د رييس علني محاکمه په کابل کې پيل شوه .
د هرات د ولايتي شورا په رييس کامران عليزي له دندې څخه د ناوړې استفادې او انسان تښتونې تور لګول شوى دى .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د کامران عليزي محاکمه د ده له ګډون پرته پيل شوې ده او اوس د ده مدافع وکيل د خپل موکل په دفاع کې د تورونو د ردولو په باب دليلونه وړاندې کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ