خبرونهفرهنګ

په ننګرهار کې ماشومانو لپاره کتابتون جوړېږي

کابل، د تلې ۲۰مه، باختر
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د شانتي رضاکاره ټولنې په مالي ملاتړ د څه د پاسه ۲۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره یو کتابتون جوړېږي چې د رغولو چارې یې نن پيل شوې.
د شانتي رضا کارې ټولنې انجنیر عنایت الله نصر وویل چې دغه کتابتون په ۲۴۵ متر مربع ځمکه کې جوړېږي چې چارې به یې د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
نصر زیاته کړه، ياد کتابتون به د مطالعې يو لوی صالون، اداري خونه او نور اړین ملحقات ولري. په خبره یې، یاد کتابتون به المارۍ او کتابونو باندې مجهز کېږي بیا به یاد ریاست ته سپارل کېږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنیف له نورو مرسته کوونکو هیوادونو هم غوښتنه وکړه چې د افغان ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره په ولسوالیو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا