سیاست

جنرال دوستم : دفارياب ولايت دامن ولايت اعلاميږي .

کابل باختر د زمري  شپږ ويشتمه ::
په هغې غونډه کې چې  دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په جبهو کې  دجګړې  په لومړى کرښه کې  جوړه شوې وه  ،  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  جنرال عبدالرشيد دوستم  دنظام  ددفاع  دمشروعيت او ددغې موضوع په وړاندې دټولو هيوادوالو دمسووليتونو په باب وويل : چې په راتلوونکو دوو ورځو کې دفارياب ولايت ټولې ساحې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکوي او دفارياب ولايت به   دهيواد په کچه ديوامن ولايت په توګه اعلام کړي .او دبادغيس او کندز  دولايتونو دخلکو داستازو په وړانديز به  دفارياب  له پاکولو وروسته  دبادغيس او کندز  په ولايتونوکې  چاڼيز عمليات پيل کړي .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دولسي جرګې  استازي چې دمدني ټولنې  له غړو سره  دجمهوري رياست  دلومړى مرستيال دامنيتي ارګانونو  دجنرالانو او افسرانو او دهغو وګړنيو ځواکونو دسرښندنو دستاينې په خاطر چې  دفارياب  ولايت  په قيصار ولسوالۍ کې دجګړې  په لومړى کرښه کې  په مبارزې بوخت دي  وويل  چې دجمهوري رياست  دلومړي مرستيال  شتون  دنورو لپاره  يوه بيلګه بولي او دامنيتي منسوبينو دسرښندنو قدرداني کوي او د هيواد  ددښمنانو په وړاندې  ددوى  مبارزه  روا وبلله . او دجمهوري رياست له لومړي  مرستيال څخه يې وغوښتل  چې  دپکتيکا ، قندهار ،بدخشان او دهيواد  نورو ولايتونو ته هم  سفر وکړي  او دغه سيمې  دې  دهيواد ددښمنانو له شتون خخه پاکې کړي .
دغه راز  لالي حميد زي هم دولسي جرګې په استازيتوب دافغانستان داسلامي جمهوريت  له جمهور رييس  څخه وغوښتل چې  دجنرال عبدالرشيد دوستم  دسرښندنو په درناوى دې  ده ته  دمارشالي  رتبه  منظوره کړي او نورو جنرالانو  او افسرانو ته دې فوق العاده رتبې منظورې کړي .
  ددغې غونډې په پاى کې دولسي جرګې  ستاين ليکونه دجمهوري رياست  لومړي مرستيال او دامنيتي ځواکونو جنرالانو  او افسرانو ته ورکړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته