کابل باختر د کب لومړى :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون په غور ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ونيول شول .
دغور ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه پنځه تنه وسله وال طالبان دغور ولايت په چارسدې ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عمليات کې ونيول شول .
نظامي زياته کړه چې په دغې ولسوالۍ کې عمليات دوام لري .
ديوبل خبرله مخې ، يو تن دتيورى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو له خواشهيد کړى شو .
ختم_ ج _ اکرم