سیاست

د جمهور رييس فرمان

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۳مه
  د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د دارالانشاﺀ د رييس د ټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني فرمان
په انتخاباتو پورې د اړوندو تخطيو، سرغړونو او جرمونو له امله د اعتراضونو او شکايتونو د څيړنې په مقصد، د هېواد د اساسي قانون د  ٦٤ مادې د ديارلسمې فقرې او د انتخاباتو د نوي قانون د دوه ديرشمې مادې د دويمې فقرې د حکم له مخې، د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون  د دارالانشاﺀ د رييس په توګه د چمن شاه اعتمادي ټاکنه منظورو .
د الله  (ج ) له دربار څخه ده ته د زياتو برياليتوبونو هيله کوو .
  ختم_ ج +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته