سیاست

د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
داسلامي  جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  د ډاډ ګيرنې او همدردى  پيغام
په ژورې   خواشينۍ  سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهېواديوعالم اوعارف مولوي سيد عبدالله حسيني کبرزايي وفات شوى دى .
ارواښاد کبرزايي  صاحب دهېواد يو عالم او عارف شخصيت و چې دخپل ژوندانه زياته برخه يې دپوهې دزده کړې  او ليږدونې په لاره کې  تيره کړه او دزهداو پرهيز ګارۍ  مقام کې يې ځانګړي  ځاى درلود.
دارواښادمړينه او نه شتون دعالمانو او دطريقت ټولنې ته يوه ستره ضايعه بلل کيږي په همدې مقصد دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دارواښاد کورنۍ او دوستانو ته ،عاملانو ، دعرفان  خاوندانو او دهرات ولايت پتمنو خلکو ته څرګندوم او دلوى خداى (ج )  له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوم .
  ختم _  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته