سیاست

دل اقا کوهدامني دجمهوري رياست دانتخاباتو د کانديدانو له لست څخه حذف شو

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢١
دانتخاباتو خپلواک کميسيون  دل اقا کوهدامني د جمهوري رياست د انتخاباتو
د کانديدانو له لست څخه حذف کړ او ښايي نورې  څيرې  په هم  حذف شي .
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى  نورمحمدنور د دغه کانديد دنوم دحذفولو علت ددغه کميسيون دشرايطو نه بشپړول وبلل .
نور  د باختراژانس خبريال ته وويل  :  دجمهوري رياست دانتخاباتو د احتمالي کانديدانو دابتدايې لست د برخه والو داسنادو له څيړنې   وروسته  معلومه شو
چې دل آقاکوهدامني دکانديديدو  لپاره لازم شرايط  نه لري
له دې  امله ورڅخه بخښنه وغوښتل  شوه .
داحتمالي کانديدانو دابتدايې لست څيړنه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دندو يوه برخه ده .
نور تاييد کړه  چې ښايي دکانديدانو دڅيړنې په  بهير کې يو شمير نور هم له
ابتدا يي  لست څخه حذف شي خو ده دجزئياتو له ورکولو څخه ډ ډه وکړه  .
دل آقا کوهدامني دخپلو مرستيالانو په توګه  دزلمي همراز اوتورپيکۍ عزيزي په
معرفي کولو سره دانتخاباتو په خپلواک کميسيون  کې  دخپلواک کانديد په توګه نوم ليکلي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته