کا بل/ باختر/ دکب د مياشتې ۲۱ مه
د څښاک د اوبو يوه شبکه په ننګرهار ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه شبکه په سپين غر ولسوالۍ کې چېرته يې خلک د څښاک اوبو ته لاس رسي نه لري، جوړه شوې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه شبکه په سپين غر ولسوالۍکې ٣٠٠ کورنيو ته د څښاک اوبه برابروي .
له دغې شبکې څخه په سپين غر ولسوالۍ کې بېلابېلو کليو ته د اوبو نلونه غزول شوي دي .
ختم_ فرشته – ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ