نړۍ

په بلوچستان ایالت کې د یوه کان د ښوویدو له امله د دوو تنو وژل کیدل

کویټه- ډان-باختر د مرغومي د مياشتې٢٣
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ځمکې ښوویدنې له امله دوه تنه ووژل شول او یو تن بل ټپی شو.
باختر آژانس د بهرنیو خبرځایونو له خولې خبر راکړ:
د کانونو کارګران د کان د زرګونو فټو په ژوتیا کې په کار بوخت وو چې په کان کې ښوویدنه وشوه او له امله يې دوه تنه ووژل شول او يو تن بل شو.
د پاکستان په کانونوکې محافظتی تدبیرونه ډیر کمزوري دي او کال په کال د کانونو یو زیات شمېر کارګران د کار په بهیرکې وژل کیږي.
په دغو سیموکې کارګران ډیرکم محافظتي وسایل کاروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته