سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم د سويډن د بهرنيو چارو له وزيرسره خبرې وکړې

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٤ :
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې وروسته د سويډن د بهرنيو چارو له وزير ښاغلى کارل بلدت سره و کتل او د دواړوهيوادونو د علاقې وړ مسئلو په باب يې ور سره خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې دصدارت په ماڼۍ کې د جمهوري رياست د سرپرست د کار په  دفترکې وشوه؛ د جمهوري رياست سرپرست له ٢٠١٤ کال وروسته له احتمالي چلنجونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت له خوا د نيول شويو تياريو ياد ونه وکړه او زياته يې کړه چې موږ د دې علاقمنديو چې زموږ هيوادپه ټولو برخوکې په خپلو پښو ودريږي.
د جمهوري رياست سرپرست وويل چې موږ به په ٢٠١٤ کال کې د خپل هيواد دمستقلانه ادارې لپاره دوه ستر مسووليتونه په غاړه واخلو چې هماغه له بهرنيو ځواکونوڅخه د افغانستان ځواکونوته دټولو امنيتي مسووليتونو ليږدونه او د انتخاباتو په تر سره کولو سره په هيوادکې سياسي ليږدونه ده.
مارشال فهيم وويل چې دولت د هيواد راتلوونکي ثبات او امنيت په را تلوونکي کال کې په سمه توګه او په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کولوکې بولي او هغه به تطبيق کړي.
د دغې کتنې په بهيرکې د سويډن د بهرنيو چارو وزير ښاغلى کارل بلدت د افغانستان له خلکو سره د خپل هيواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او هيله يې وکړه چې په افغانستان کې شفاف او باوري انتخابات تر سره شي چې وکولى شي د افغانستان د خلکو د منلو وړ وګرځي.
ده دغه راز ټينګاروکړ چې په هر راز حالت کې بايدپه تيرولسوکلونوکې په افغانستان کې د نظام جوړولو د دورې برياليتوبونه وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته