ټولنه

د میدان وردګو ولایت د ښځو دچارو رییسه وايي د عامه پوهاوي کمپاینونو یې مثبته اغیزه کړي

میدان شار د مرغونی شپژمه باختر
د میدان وردګو ولایت د ښځود چارو رییسه وايي، د عامه پوهاوي کمپاینونو، سیمنارونو او ورکشاپونو یې ښځو سره د تاوتریخوالي پیښو مخنیوي کې مثبت رول لوبولی دی.
دا خبرې میرمن وحیدې ښکلي نن د جدي میاشتې په «شپږمه» نیټه له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي میاشتنۍ نوبتي غونډه کې وکړي.
غونډه دولايت د مرستیال ذاکر حسین سلطاني په مشرۍ ترسره شوه، چې د جندر ګروپ او ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي کمیسون استازو پکې ګډون کړی وو.
په غونډه کې د تیري میاشتې راپور وړاندي شو او دغه راز وویل شول، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي څلور قضيي ثبتې شوې دي.
د ښځود چارو رییسې آغلې وحیدې ښکلې وویل، چې په تیره میاشت کې یې د تاوتریخوالي مخنیوي کمپاین اونور بیلا بیل ورکشاپونه ترسره کړي، چې پرمټ یې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوي ده.
دغه راز د میدان وردګوولايت مرستیال ذاکر حسین سلطاني وویل، چې اوس تر پخوا ښځو سره د تاوترخوالي پیښې کمې شوي؛ ځکه په خبره یې په ټولنه کې فکري بدلون رامنځته شوى دی.
په غونډه کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښو مخنیوي پر لارو چارو بحث او خبرې وشوې ، او هم پریکړه وشوه، چې په تیره میاشت کې ثبت شویو څلورو پیښو ته رسیدګي او څارنه یې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته