امنیت

يوملکي سړى ووژل شو

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
دغزني ولايت په مربوطاتوکې نن سهار يو ملکي سړى د ناپژيندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
  د اندړو ولسوال محمد قاسيم ديسي وال باخترآژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ يو اوسيدونکى غلام علي چې نوى له بهر څخه راستون شوى و؛ د اندړو ولسوالۍ د ميسان دکلي په لاره کې د ناپيژندل شويو  وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل شو .
ديسي وال زياته کړه: دغه سړي له هيڅ يوې ډلې سره اړيکې نه لرلې او ددغې پيښې اصلي علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته